IQNA

په جرمني کې ټولنیزه سوله او ثبات په خطرې کې دی

14:34 - December 25, 2024
د خبر لمبر: 3490363
ایکنا - د جرمني د مسلمانانو د عالی شورا مشر ددغه هیواد په یوه ښار کې د وروستۍ پیښې پایلو ته په اشارې سره  د هغو دریځونو په باب چې د مسلمانانو په ضد  رابرسیره کیږي، او هغه خطرې چې په دغه هیواد کې د  ټولنیزې سولې لپاره  راممینځة شوي ،خبرداری ورکړ.

ایکنانیوز د العمیقویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د جرجنی د مسلمانانو دعالی شورا مشر عبدالصمد الیزیدي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، هر هغه  ترهه ګره پیښه  چې  دجرمني   د څوکلتوري ټولنه په نښه کوي، هماغه شان چې په ماګدبرګ کې  پيښه شوې، د اسلام  او مسلمانانو په ضد ئې د نیوکو  اور غرغنډه کوي او دا حملې معمولا  له څرګندونو او اعلامیو سره  یو ځاي دی  او په دې بهیر کې ،  تورونه تیار او  له مخکې  له اسلام  او ترهه ګرۍ سره  اړونده  پلان شوي  مطرح کیږي   چې په دغه هیواد کې  اجتماعي  امنیت او سوله   له خطرې سره  مخامخ کوي.

الیزیدي  زیاته کړې ده ،په ماګډبرګ ښار کې د کریسمس په بازار کې په یوه ګاډي سره د حملې عامل  جنایتکار دهویّت له ارزونې وروسته ، مشخصه شوې چې هغه   یو داسې کس دی چې ځان  ملحد معرفي کوي او دا چې  هغه  له اسلام سره ترټولو دښمن  کس دی او همدرااز  له افراط پالو ډلو ټپلو  سره او  د الټرنیټيؤ افراطي ګوند سره  خپله بشپړ وفاداري او  ارادت  ښئ او په عین حال کې  ئې  د جرمني اوسنی سیاست  د جرمني  له اسلامی کولو سره  مرسته او لټي  بللی دی. الیزیدي  ټينګار کړی دی  دغه ښکارنده  نه یوازې مسلمانان ګواښي ،بلکې    هغه اجتماعي   انسجام او اساسی ارزښتونه چې په اساس ئې دغه هیواد جوړ شوی دی، هم ګواښي.

https://iqna.ir/fa/news/4255813

captcha